Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فراه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شخړه تېره ورځ د پرچمن ولسوالۍ په بشنګ کلي رامنځته شوې ده.

سرچېنې لیکلي، د یادې شخړې له امله د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې تورن کس تښتېدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

خبرپاڼه کې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.