Language

له سعودي د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر نن پیل شو

کابل (پژواک، ۲ جنګاښ ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه افغانستان ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر نن پیل شو او په لومړۍ الوتنه کې به شاوخوا ۳۴۶ حاجیان کابل ته راورسېږي.

له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج‌کوونکو د لېږد لړۍ د غویي په ۲۰مه پیل شوې وه او سږ کال د هېواد په کچه ۳۰ زره کسانو د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر کړی و.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن له سعودي عربستانه هېواد ته د حاجیانو د رالیږد بهير پيل شو.

سرچينې لیکلي، نن به په لومړۍ الوتنه کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو شاوخوا ۳۴۶ افغان حاجیان د کابل هوایي ډګر ته راورسېږي.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ته د راتلونکي کال د حج وثیقه او تفصیلي برنامه سپارلې وه او دواړو لورو د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې وې.