Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف: د ټولیز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره معنالرونکې خبرې غواړي

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د روسيې بهرنيو چارو وزير ویلي چې د ټولیز امنيت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره د معنالرونکو خبرو غوښتونکي دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره ورځ (جمعه) یوې خبري ناسته کې ویلي چې د ټولیز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه وایي، اړینه ده چې د طالبانو له خوا جوړ شوي حکومت سره دوامداره خبرې اترې ترسره شي.

هغه زیاته کړې: «په ټوله کې موږ د واقعي پروژو پلې کېدو په موخه د طالبانو له دولت سره چې د هېواد کنټرول یې په لاس کې دی، د باثباته، دوامداره او اساسي خبرو پلويان یو، دا غالب نظر د هغو بحثونو جریان کې و چې نن یې تاسې ته وایم.»

هغه د افغانستان له خاورې د «ترهګرو» ډلو ګواښونو ته په اشاره وویل: «د طالبانو حکومت له دغو ډلو سره جنګیږي، موږ په دې مبارزه کې مرسته اړینه بولو.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ کوم ګواښ متوجه نه دی.

د یادونې ده، څه موده مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له اسلامي امارت سره د اړيکو ټينګول اړين بللي وو او ويلي يې وو چې د افغانستان اوسنی حکومت کنټرولوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.