فیضاباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د فیضاباد – تخار لویه لار چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په څو ځایونو کې د وسایطو پر مخ تړل شوې وه، په یو خط کې بېرته پرانیستل شوه.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالغفور عتید پژواک خبري اژانس ته وايي، د پرونیو سېلابونو راتلو له امله د فیضاباد – تخار لویه لار د ارګو ولسوالۍ په صمدي، سبزیبهار او نورو سیمو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، د بدخشان د عامې روغتیا ریاست ماشینري پرون وروسته له ماسپښینه له لویې لارې د رسوباتو په پاکولو پیل وکړ او ویې کولای شول تر بېګا پورې یاده لار په یوه خط کې د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
هغه وویل چې د سېلابي رسوباتو ډېروالي له امله هغوی نه شي کولای یاده لاره په اساسي توګه د ترافیکو پر مخ پرانیزي او پاکول یې وخت ته اړتیا لري.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس له هغو ادارو چې لویه ماشینري په واک کې لري، وغوښتل چې له دوی سره د لارې پاکولو برخه کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP