کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
سرچېنې لیکلي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د نشهتوکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون کړی وو.
متقي په دغه ناسته کې ویلي، د مشرتابه له هدایت سره سم د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
بلخي زیاته کړې، په ناسته کې ګډونوالو د دوحې په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن