کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره لیدنه کې ویلي، هڅه دې وشي چې د دوحې غونډه د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او د غونډې مثبتو پایلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر پرون د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمېت سره کتلي.
ارګ زیاته کړې، په دې کتنه کې سکاټ سمېت د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا او څرنګوالي په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، د دوحې راتلونکې غونډه چې د اسلامي امارت استازي به هم په کې برخه واخلي، د ستونزو د حل او تعامل لپاره مثبت ګام دی.
د سرچینې په حواله، یوناما د سیاسي برخې مشر زیاته کړې، دغه غونډه به له اوږد واټن وروسته یو ځل بیا د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مخامخ خبرو او تعامل ته ښه زمینه برابره کړي.
د نوموړي په وینا، د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون او د افغانستان پر اړوندو مسایلو د ګډونوالو هېوادونو او سازمانو له استازو سره د خبرو پيل لويه لاسته راوړنه ده.
سمېت له راتلونکې غونډې سره د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون له همکارۍ مننه وکړه او یادونه وشوه چې د یوناما تمرکز پر اوسني افغان حکومت دی څو د حاکم نظام په توګه ورسره خبرې او د افغانستان مسایل شریک شي.
د یوناما د سیاسي برخې مشر د دوحې غونډه د اسلامي امارت او نړۍوالو ترمنځ د مخامخ اړيکو او ليدنو د دوام لپاره غوره فرصت ياد کړ او زیاته یې کړه چې په دغه غونډه کې به د افغانستان د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او د نشهیي توکو د کښت پر بدیل مهم بحثونه وشي.
سرچینې ویلي، سمېت د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانستان له جګړو راوتلی او باید همکاري ورسره وشي.
ارګ ویلي، په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر وویل، اسلامي امارت هيلهمند دی چې د دوحې د راتلونکې غونډې له لارې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل لا نور هم پراخ شي.
مولوي ذاکر زیاته کړې، د افغانستان اقتصادي حالت ته په کتو دې د افغانانو اقتصادي وضعيت ښه والي ته کار وشي او اسلامي امارت هم له نړۍ سره د همکارۍ او تعامل دايرې پراختيا غواړي.
نوموړي د یوناما مسوولینو ته وویل، هڅه دې وشي چې د دوحې غونډه د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او مثبتو پايلو ته یې دې لومړیتوب ورکړل شي.
سرچینې ویلي، مولوي ذاکر د خپلو خبرو په پای کې له افغانانو سره د يوناما همکاري او کار اغېزناک ياد کړ او غوښتنه یې وکړه چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان حقایق له نړۍ سره شریک کړي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن