جلالآباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۳): ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې یې پاکستان ته د ۴۰ زره او ۴ سوه او ۷۵ امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي چې نيول شوي کسان یو یې محمدامين د کوز کونړ ولسوالۍ او بل غوثالدين د پښتونخوا د لواړګي سیمې اوسيدونکی دی.
د نوموړي په وینا، دغو کسانو غوښتل چې دغه اندازه ډالر پاکستان ته قاچاق کړي.
دی وايي، نيول شوي کسان به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونوته ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرې چهارشنبې په ورځ هم تورخم کې پاکستان ته د نوي زره امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نيول شوې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن