کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وایي چې سږ کال به په افغانستان کې د ۱۹۰ لومړنيو ښوونځيو ودانۍ ورغوي.
یونیسف پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سږ کال د اروپایي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې د ۲۰۰ زره ماشومانو لپاره ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي.
سرچینې ویلي، په دې سره به ماشومانو ته په ښوونځیو کې د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې یونیسف د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ماشومانو لپاره سیمهییز ښوونځي هم جوړ کړي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن