ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ چې ۶۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۹۷ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۸۵ کورنۍ چې ۴۰۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې ۴۲۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۳۲۳ زره او ۴۷۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۱۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم اووه کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۸ کورنۍ چې ۳۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۵۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۷ کورنیو سره په ټولیز ډول ۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ چې ۱۵۱کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۴۷۲مسافر هم راستانه شوي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم شپږ کورنۍ چې ۲۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له شپږو کورنیو سره ۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۹ کورنۍ چې ۴۳ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۶۴ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۱۳۷ کورنۍ چې ۶۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۹۷ کورنۍ چې ۵۰۴ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۳۲ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۹۳ سیمکارتونه وېشل شوي دي.