ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلاروس رسماً د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شو

بلاروس رسماً د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شو

author avatar
4 Jul 2024 - 18:02
بلاروس رسماً د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شو
author avatar
4 Jul 2024 - 18:02

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د بلاروس غړیتوب سند لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه چې نن د قزاقستان پلازمېنې استانې ښار کې د دغه سازمان سرمشریزې ناسته کې وشوه او اوس بلاروس د دغه سازمان لسم غړی شو.

اوس چین، ایران، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان، هند، قزاقستان، ازبکستان او بلاروس د شانګهای همکارۍ سازمان غړي دي.

د یادونې ده، افغانستان او مغولستان ناظر، اذربایجان، ارمنستان، کامبوج، نیپال، امارات، ترکیه او سریلانکا هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان شریکان دي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان ناطر دی، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه سازمان په ناستو کې د افغانستان په استازولۍ هيچا ګډون نه دی کړی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو ناسته د څو اړخیزو خبرو د ټينګښت، د سولې او هوساینې په نوم پرون (چهارشنبه) د دوو ورځو لپاره د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شوه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.