ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبلیو‌اېچ‌او: د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي په موخه روغتیایي سپارښتنې رعایت کړئ

ډبلیو‌اېچ‌او: د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي په موخه روغتیایي سپارښتنې رعایت کړئ

author avatar
6 Jul 2024 - 16:46
ډبلیو‌اېچ‌او: د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي په موخه روغتیایي سپارښتنې رعایت کړئ
author avatar
6 Jul 2024 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ډينګي میاشې په کورونو او له کورونو بهر له اوبو ډکو لوښو کې وده کوي، خلک باید د اوبو د لوښو، حوضونو او ویالو له پاک ساتلو سره د ډينګي له ناروغۍ مخنیوی وکړي.

د ډینګي تبه څه ده، څرنګه سرایت کوي او د نښې یې کومې دي؟

د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده چې د دينګي پر ویروس ککړو میاشو له لارې انسان ته انتقالېږي، دا ناروغي د هډوکو ماتوونکې تبې په نوم هم پېژندل کېږي، ډېره تبه، د عضلاتو او مفصلونو شدید دردونه، د سر درد، یو ډول جلدي ناروغي او ځيني وخت کانګې هم د دې ناروغۍ نښې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبیلو‌اېچ‌او) نن پر خپله اېکس‌پاڼه «پر ډینګي ناروغۍ د اخته کېدو خطر کم کړئ» تر عنوان لاندې یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي: «د ډینګي میاشې په کورونو او له کورونو بهر له اوبو ډکو لوښو کې وده کوي.»

سرچینې لیکلي: «د اوبو د ساتلو لپاره استفاده شوي توکي لکه بوتلونه، قطي او داسې نور څیزونه لرې کړئ، هره اونۍ د اوبو ساتلو لوښي خالي او پاک کړئ، د اوبو ذخیرې پټې کړئ او له کومو لوښو چې استفاده نه کوئ سرچپه یې کېږدئ او په هغو کې د اوبو د جمع کېدو مخنیوی وکړئ.»

سرچینې زیاته کړې چې ویالې، د اوبو ډنډونه او تشنابونه پاک کړئ او د ګلدانونو اوبه بدلې کړئ.

دغه سازمان په خپل دغه خپاره شوي پیغام کې لیکلي: «ان د یوه بوتل سرپوښ هم کولی شي چې د میاشو د ودې لپاره کافي اوبه ولري.»

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.