مزارشریف (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳) د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون کې څه باندې ۳۶ زره وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمالخان ځدراڼ وایي چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر پایه د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون ته ۴۴۰ زره او ۳۸۹ ناروغانو مراجعه کړې چې له ډلې یې ۹۴ زره او ۹۰۰ کسان بستر شوي.
هغه زیاتوي چې په یاده موده کې د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون کې ۳۶ زره او ۲۸۲ کسان په وړیا توګه عملیات شوي چې ډېری عملیاتونه د اورتوپیدي برخه کې وو.
نوموړي دغه راز وویل چې تر دې پخوا هره اونۍ شاوخوا ۳۰۰ لوی او واړه عملیاتونه ترسره کېدل خو اوس مهال هره اونۍ کې شاوخوا ۶۰۰ لوی او واړه عملیاتونه ترسره کېږي.
ځدراڼ د عملیاتونو د ډېروالي لامل پر افغان ډاکټرانو او د روغتون په خدماتو د خلکو باور ګڼي.
په همدې حال کې، د یاد روغتون د اورتوپیدي برخې شیف سرویس ډاکټر نورمحمد فیض وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال په دې څانګه کې ۱۶ زره او ۲۲۷ عملیاتونه شوي او زیاتوي چې د دې څانګې ډاکټران د اورتوپیدې برخې د هر ډول عملیات ترسره کولو وړتیا لري.
هغه دغه راز وویل چې د عملیات شوو کسانو له ډلې یې داسې خلک هم عملیات کړي چې پخوا یې هند او پاکستان کې عملیاتونه کړي او ناکامه نتیجه یې ترې ترلاسه کړې وه.
بلخوا یو شمېر ناروغلرونکي بیا خوښي ښيي چې د ناروغانو عملیاتونه یې په وړیا توګه ترسره کېږي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالمتین پژواک ته وویل چې زوی یې نن د پښې عملیات لري او خوښ دی چې په دغه روغتون کې یې په وړیا توګه عملیات کېږي.
غلامرسول یو بل ناروغلرونکی که څه هم د روغتون له خدماتو رضایت لري خو وایي، ډېری ناروغلرونکي اړ دي چې د خپلو ناروغانو درمل له بهره واخلي.
هغه زیاتوي، خلک د درملو پېرلو توان نه لري او غوښتنه یې وکړه چې روغتون باید ناروغانو ته وړیا درمل هم ورکړي.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له تېر کال راهیسې په دغه روغتون کې د مصنوعي زنګون د پیوند او لاپرسکوپي عملیاتونه هم پیل شوي چې تر دې مهاله لسګونه عملیاتونه په بریا ترسره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP