Language

پر اوکراین د روسیې راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د اوکراین په پلازمېنه کی‌ېف کې چارواکي وايي، پر دغه هېواد د روسیې راکټي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل‌ شوي دي.‎

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې پرون (دوشنبه) په کی‌ېف کې یو روغتون او د اوکراین نور ښارونه په نښه کړي چې د ملکي وکړو وژل کېدو لامل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې په کی‌ېف کې د ماشومانو د روغتون، د زېږون یو مرکز، یو سوداګریز مرکز او کورونو په ګډون تر ۱۰۰ ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی دی.‎

د هغه په ​​وينا، روسان بايد د دې پېښې ځواب ورکړي.

ورته وخت کې، د سویتلانا کراچنکو په نوم یوې ځایي اوسېدونکې رویټرز ته ویلي: «دا وېره‌وونکې وه، ما نفس نه شو ایستلی، هڅه مې کوله چې خپل ماشوم پټ کړم، هڅه مې کوله په دغه ټوټه یې پټ کړم څو وکولای شي ساه واخلي.»