Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې په ترافیکي پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د هند د اوتار پرادیش ایالت په شمال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

الجزیره راپور ورکړی، یاده پېښه پرون (چهارشنبه) د مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله يې ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

هندي چارواکو ویلي، مسافر وړونکی موټر له «بیهار» شمالي ایالته د نوې‌ډهلي‌ پر لور روان و.

د هغه په خبره، لومړنیو څېړنو ښودلې چې د مسافروړونکي موټر سرعت ډېر و او له باروړونکي موټر سره یې ټکر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم د هند په سورات ښار کې د یوه شپږ پوړییزې ودانې نړېدو له امله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.