Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سعودي استازی وايي، هېواد به یې له افغانانو سره د اړیکو لا پراختیا پر لور ګړندی مزل وکړي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا پر لور ګړندی مزل وکړي او له افغانانو سره به یې د بشري مرستو لړۍ دوام ولري.

د بهرنیو چارو وزارت  مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي فیصل بن طلق البقمي د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

تکل زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پر وروستیو لاسته‌راوړنو اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

سرچینه وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانانو او د عربستان د خلکو ترمنځ پر دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، ا.ا له سعودي عربستان سره اړیکو لا پراخولو ته لېوال دی.

متقي هیله څرګنده کړې چې د فیصل البقمي د ماموریت په موده کې دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.

سرچینې ویلي، البقمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او ژورو اړیکو یادونه وکړه او خوښي یې وښوده چې له افغانانو سره به د اړیکو د لا پراختیا پر لور ګړندى مزل وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې هېواد به یې له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ دوامداره وساتي او نورو برخو کې به هم همکاري وکړي.

هغه دغه راز د اسلامي امارت کړنې او هڅې، په ځانګړې توګه د امنیت د ټینګښت او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخو کې وستایلې.

سرچینې زیاته کړې، په پای کې متقي د سعودي استازي ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل، ښکاري چې د افغانستان له حکومت سره د نړۍوالو اړیکو پراختیا برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده او هیله یې څرګنده کړه چې په دواړو هېوادونو کې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو کچه پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست پرون د ترکمنستان له سفیر سره هم وکتل او دواړو لورو په افغانستان کې د ټاپي نل‌لیکې غځولو، د تورغونډۍ سټېشن ظرفیت لوړولو او د هرات نورالجهاد د برېښنا سب‌سټېشن چارو په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.