ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبلیواېچ‌او: د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه شوي

ډبلیواېچ‌او: د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه شوي

author avatar
12 Jul 2024 - 15:44
ډبلیواېچ‌او: د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه شوي
author avatar
12 Jul 2024 - 15:44

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېرېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله د ۱۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې سږ کال د شري ناروغۍ پېښې د تېرو دوو کلونو په پرتله ډېرې شوې دي.

دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ټولټال ۳۶ زره او ۶۱۸ کسان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي.

 د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۲۹ زره او ۳۲۶ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱۶ زره او ۵۸۲ نجونې دي.

د دغه سازمان د ارقامو له مخې، په هېواد کې د جولای میاشتې له لومړۍ تر اوومې نېټې ۱۵۹۷ کسان پر شري اخته او له دې ناروغۍ د ۱۳ کسانو مړینه ثبت شوې ده چې د تېرې اونۍ په پرتله ۵،۳ سلنه ډېروالی ښیي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د شري ناروغۍ ډېرې پېښې په خوست کې ثبت شوې دي.

دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ډېرېدو خبر ورکړی چې بشري بنسټونو روغتیایي خدماتو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو له نه لاسرسي اندېښنه ښودلې ده.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.