جلالاباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): چارواکي وايي، ننګرهار کې د توپان او اورښت له امله ۲۹ کسان مړه شوي، ۲۷۸ تنه ټپیان دي، ٤٠٠ کورونه زیانمن شوي او د کډوالو ٥٠٠ خېمې تخريب شوې دي.
نن له غرمې وروسته د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې سخت توپان او باران چې په ځينو ځایونو کې ږلۍ هم ورسره وه.
د ننګرهار ولايت د اطلاعلتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ننني سخت توپان او اورښت له امله ۲۹ کسان مړه شوي، ۲۷۸ تنه ټپیان او ۴۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
هغه وویل چې د پېښې قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون او د فاطمه الزهرا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ده په خبره، له یادو کسانو نهه تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
قریشي وايي، د سره رود ولسوالۍ اړوند مستي خېل سيمه کې په يوه کور کې د خونې چت پرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د جلال آباد ښار، بټي کوټ ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو کې د کرنې او کانال رياستونو او ولس ګڼ شمېر ونې غورځيدلي او فصلونه یې تخريب شوي دي.
له بل لورې د ننګرهار ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، د تورخم عمري کمپ کې د طوفان او اورښت له امله پنځه سوه خېمې تخريب شوي دي چې له امله يې شپږ تنه سخت ټپيان او شمېر نور کسان برسيرن ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي چې د جلال اباد حوزوي روغتون کې ټپیان تر درملنې لاندې دي او لا هم له مختلفو سیمو څخه ځیې ټپیان دغه روغتون ته وروړل کېږي.
هغه وویل چې د مرګ ژوبلې کره شمېرې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.
په ښار او ځینو سيمو کې د برښنا او مخابراتي شبکو ستنې هم د توپان او اورښت له امله غورځيدلي او له امله یې برېښنا او مخابراتي خدمتونه هم پرې شوي دي.
یوسف ظریفي
ننګرهار کې توپان او اورښت درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي