ژبه

ننګرهار کې توپان او اورښت درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

<p style="text-align: justify;">جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): چارواکي وايي، ننګرهار کې د توپان او اورښت له امله ۲۹ کسان مړه شوي، ۲۷۸ تنه ټپیان دي، ٤٠٠ کورونه زیانمن شوي او د کډوالو ٥٠٠ خېمې تخريب شوې دي.

نن له غرمې وروسته د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې سخت توپان او باران چې په ځينو ځایونو کې ږلۍ هم ورسره وه.

د ننګرهار ولايت د اطلاعلتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ننني سخت توپان او اورښت له امله ۲۹ کسان مړه شوي، ۲۷۸ تنه ټپیان او ۴۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

هغه وویل چې د پېښې قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون او د فاطمه الزهرا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، له یادو کسانو نهه تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

قریشي وايي، د سره رود ولسوالۍ اړوند مستي خېل سيمه کې په يوه کور کې د خونې چت پرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د جلال آباد ښار، بټي کوټ ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو کې د کرنې او کانال رياستونو او ولس ګڼ شمېر ونې غورځيدلي او فصلونه یې تخريب شوي دي.

له بل لورې د ننګرهار ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، د تورخم عمري کمپ کې د طوفان او اورښت له امله پنځه سوه خېمې تخريب شوي دي چې له امله يې شپږ تنه سخت ټپيان او شمېر نور کسان برسيرن ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي چې د جلال اباد حوزوي روغتون کې ټپیان تر درملنې لاندې دي او لا هم له مختلفو سیمو څخه ځیې ټپیان دغه روغتون ته وروړل کېږي.

هغه وویل چې د مرګ ژوبلې کره شمېرې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

په ښار او ځینو سيمو کې د برښنا او مخابراتي شبکو ستنې هم د توپان او اورښت له امله غورځيدلي او له امله یې برېښنا او مخابراتي خدمتونه هم پرې شوي دي.

یوسف ظریفي</p>