ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

مزارشریف ښار کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
18 Jul 2024 - 13:18
مزارشریف ښار کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
18 Jul 2024 - 13:18

مزارشریف (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې دغه سړک د مزارشریف ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، دغه سړک ۱۴۰۰ متره اوږدوالی او اووه متره پلنوالی لري او د څلورو میاشتو په موده کې کانکړیت شوی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بلخوا، د سیمې خلک د یاد سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالطیف پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې دغه سړک له ډېرې مودې وروسته جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو خو زیاتوي چې په دغه سیمه کې باید یو شمېر نور سړکونه هم پاخه شي.

د دغه سړک جوړېدو چارې په داسې حال کې پای ته رسېږي چې څو ورځې مخکې هم د مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د یوه بل سړک جوړېدو چارې پیل شوې.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.