Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د ننګرهار له سېلاب‌ځپلو سره بشري مرسته کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): ننګرهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د وروستي توپاني باران له امله له زيانمن شوو کورنيو سره بشري مرسته کوي.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د چنګاښ په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په جلال‌اباد کې د ايران اسلامي جمهوريت د قونسلګرۍ مرستيال بهرام جمالي نن په همدې موخه د ننګرهار له مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري سره وليدل.

خبرپاڼه کاږي، د دې ليدنې پر مهال د قونسلګرۍ مرستيال بهرام جمالي او همکارانو يې د وروستيو ورښتونو له امله په رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده او ژمنه یې وکړه چې له زيانمنو شوو کورنيو سره به لازمه بشري مرسته ترسره کړي.

بهرام جمالي ويلي: «افغانستان زموږ دوست او مسلمان ګاونډی دی او د اسلامي اخوت له مخې که په هر ځای کې پر مسلمانانو ستونزه او تکليف راځي، مکلف يو چې همکاري ورسره وکړو، ستاسو له غوښتنې پرته موږ د اسلامي مسووليت له مخې د مرستې لپاره تابيا نيولې او هر مهال همکار يو.»

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري له ايراني لوري مننه وکړه چې د دغه ولایت د وروستۍ پېښې له زیانمنو سره مرسته کوي.

دغه توپاني باران په ننګرهار کې د ځاني زيان سربېره د ۴۰۰ په شاوخوا کې کورونه زيانمن کړي او نړولي، د برېښنا ۶۰ پايې يې راغورځولې او دغه راز د مخابراتي شبکو چارې یې هم ټکنۍ کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.