Language

د ترانسپورټ سرپرست وزیر قزاقستان کې د ترانزيټي او سوداګرۍ کوريډور غونډه کې ګډون وکړ

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۳۰۴): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په قزاقستان کې د شمال- سوېل ترانزيټي او سوداګرۍ کوريډور غونډه کې ګډون کړی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د سرپرست ملا حميدالله اخندزاده په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په قزاقستان هېواد کې د شمال – سوېل ترانزيټي او سوداګرۍ کوريډور غونډه کې ګډون وکړ.

سرچینه زیاتوي، دغه غونډه د شمال ــ سوېل ترانسپورټي کوریډور چې بلاروس، روسیه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان سره نښلوي، په مناسبت جوړه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ترڅنګ د بلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، پاکستان، ايران، عمان، سوریې او متحده عربي اماراتو هېوادونو د ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، توليدوونکو، صادروونکو او نورو برخو چارواکو او استازو په یادې غونډه کې ګډون کړی خو سرچینې دا نه دي ویلي چې غونډه څو ورځنۍ ده.