ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوراحمد اغا: ملګري ملتونه دې د برېښنايي او مالي خدمتونو برخه کې خپله همکاري ډېره کړي

نوراحمد اغا: ملګري ملتونه دې د برېښنايي او مالي خدمتونو برخه کې خپله همکاري ډېره کړي

author avatar
20 Jul 2024 - 18:02
نوراحمد اغا: ملګري ملتونه دې د برېښنايي او مالي خدمتونو برخه کې خپله همکاري ډېره کړي
author avatar
20 Jul 2024 - 18:02

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروگرام له مشر سره په لیدنه کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخو کې د دغه پروګرام د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نوراحمد اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له مشر سټیفن روډریګز او مل پلاوي سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د افغانستان سرپرست د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخه کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د همکارۍ له امله د مننې تر څنګ په دې برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه ویلي، د کوچنیو کاروبارونو تمویل او د لا زیاتو اسلامي تمویلاتو رامنځته کول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول تر سره کوي او دا چاره کولای شي چې له خلکو سره د دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په یاده لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز ویلي چې د اسلامي امارت تر بیا ځلي حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنترول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي چې د ستاینې وړ دي.

هغه زیاته کړه د ملګرو ملتونو  پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د بریښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي څو وکولای شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.