ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا پوهنتون محصلين: د ليلیې ودانۍ پاتې چارې دې بشپړې شي

د پکتيا پوهنتون محصلين: د ليلیې ودانۍ پاتې چارې دې بشپړې شي

author avatar
21 Jul 2024 - 11:48
د پکتيا پوهنتون محصلين: د ليلیې ودانۍ پاتې چارې دې بشپړې شي
author avatar
21 Jul 2024 - 11:48

ګردېز (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلين وايي، د ليلیې ودانۍ د نشتون له امله دوی په شخصي ځايونو کې اوسېږي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا پوهنتون د محصلينو اوسېدو لپاره د تېر حکومت پر مهال د دوو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې چې تر ډېر مخته هم تللي خو بشپړې شوې نه دي.

د پکتيا پوهنتون يوه محصل محمدبشير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون د ليلیې ودانۍ نشتون له امله دوی په شخصي ځايونو کې اوسېږي.

هغه زياتوي چې د شخصي ځايونو کرايه او نور لګښتونه خورا لوړ دي چې محصلين يې د ورکړې توان نه لري.

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د پوهنتون د ليلیې ودانۍ پاتې چارې بشپړې کړي او د محصلينو په واک کې یې ورکړي.

نوموړي وويل: «دلته ډېری محصلين پيسې نه لري، د همدغو زياتو مصارفو له امله ځینو محصلينو زده‌کړې پرېښودې، که ليلیه وي مشکلات به ډېر کم شي او کارونه یې هم ډېر لږ پاتې دي، باید خلاص یې کړي.»

دغه راز، يو بل محصل محمدنسيم هم پژواک ته وويل چې د لیلیې نشتون له امله محصلین په شخصي ځایونو کې لوړې کرايي ورکوي او له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «ډېر محصلين له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د زده‌کړو پر وړاندې دا يو لوی خنډ دی، له حکومت مو غوښتنه ده چې ليلیه فعاله کړي.»

یو شمېر نورو محصلینو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لورته، د پکتيا پوهنتون مسوولين هم مني چې شخصي ځايونه د محصلينو د اوسېدو لپاره مناسب نه دي او ډاډ څرګندوي چې د ليلیې د ودانیو پاتې چارې به په روان کال کې بشپړې شي.

د پکتيا پوهنتون رييس محمدحکيم حمدي پژواک ته وويل چې د پوهنتون په داخل کې د ليلیې او يو شمېر نورو ودانيو چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، څو ورځې مخکې هم د اړوند وزارت له خوا يوه پلاوي د يادو ودانيو د چارو د پيل په پار له پوهنتون ليدنه کړې ده.

نوموړي وويل: «د ليلیې ودانۍ چارې د تېر حکومت پر مهال ځينې ترسره شوې، د پوهنتون داخل کې د ليلیې او نورو ودانيو د پاتې چارو بررسي لپاره له وزارته يو هيات راغلی و، اميد لرو روان کال کې يې چارې بشپړې شي.»

د پکتیا پوهنتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه پوهنتون په نهو پوهنځيو کې شاوخوا پنځه زره محصلين پر زده‌کړو بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.