اسعداباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند د ګمبیر سیمې اوسېدونکي وایي، په خپل شخصي لګښت یې د ۱۸ کیلومتره هغه سړک د بیارغونې چارې پيل کړې چې د ورستیو سېلابونو له امله تخریب شوی و.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې اونۍ سېلابونو د نورو ټولګټو پروژو ترڅنګ په ډېره اندازې عمومي لارو او سړکونو ته هم زیان اړولی چې یو یې هم د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د ګمبیر سیمې عمومي سړک دی.
اوس د دې سیمې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت او امکاناتو د دغه ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، د قومي پرېکړې له مخې د کور په سر د وس مطابق پیسې راټولوي او د سړک په بیارغونه یې مصرفوي.
د سیمې یوه قومي مشر ملک رحیمالله پژواک خبري اژنس ته وویل: «موږ ډېر بېوزله خلک یو، د قومي پرېکړې له مخې مو د کس پر سر د وس سره سم پیسې راټولې کړې، حتی د سړک جوړولو لپاره ځینو کورنیو خپل څاروي او د غاړې ګاڼې پلورلي او پیسې یې سړک ته وقف کړې دي.»
نوموړی زیاتوي چې په سیمه کې یې تر ۳۰ زرو ډېر خلک ژوند کوي خو د سړک خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان په ډېر کړاو د څارویو په واسطه تر روغتونه رسوي.
د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی عزیزالله چې د کورنۍ د نورو غړو سره یو ځای د غره پر سینه د سړک جوړونې په چارو بوخت دی، وايي، له نږدې یوې اونۍ راهیسې د سیمې خلکو د عمومي حشر له لارې دغه تخریب شوی سړک جوړوي.
هغه زیاته کړه: «موږ خپلې سیمې ته سړک څو کلونه مخکې په ډېرې سختې خوارۍ سره په شخصي لګښت جوړ کړی و چې ورستیو ورښتونو یې زیاته برخه بېرته ویجاړه کړې، د موټرو تګ ورباندې بند شوی دی، موږ مجبور شو چې بېرته یې ورغوو.»
هغه یادونه وکړه چې تر اوسه ورسره هیڅ یوې دولتي او نادولتي ادارې د سړک جوړولو برخه کې مرسته نه ده کړې او په وینا یې چې حکومت او مرستندویه ادارو دې له دوی سره د یاد سړک په اساسي جوړولو کې همکاري وکړي.
نوموړ وویل: «موږ د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېر لرې په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوو، سړک مو ویجاړ شوی، نشو کولی چې خپل ناروغان په خپل وخت تر روغتونه ورسوو، خوراکي توکي په ډېر کړاو سره د څارویو په مرسته تر کوره رسوو چې دې چارې مو ژوند تریخ کړی دی.»
ورته مهال، د یادې ولسوالۍ ځایي مسوولین هم مني چې د ګمبیر سیمې اوسېدونکي د سړک ویجاړېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د وټهپور د ولسوال مرستیال قاري حکمتالله جونید چې د ګمبیر په سیمه کې یې په ولسي حشر کې برخه اخیستې، وویل، له ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو سره یې د ځایي خلکو د سړک د خرابوالي ستونزه شریکه کړې او تمه لري چې مرسته به ورسره وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن