کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د چارو اداره وایي، د کابینې په غونډه کې د هېواد د بندرونو د ستونزو حل او ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د رئيس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.
سرچينې لیکلي چې په دغه غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د بندرونو د ستونزو حل په اړه د ماليې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه څو د هېواد بندرونو څخه ليدنه وکړي، ستونزې په نښه او د حل لپاره يې وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلی، په یاده غونډه کې د يو شمېر نورو مهمو اقداماتو لپاره هم پلاوي وټاکل شول څو يې په اړه د کابينې راتلونکې غونډې ته حل لارې او وړانديزونه وړاندې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن