ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مس عینک کان ته د غځېدلي سړک جوړولو چارې پیل شوې

مس عینک کان ته د غځېدلي سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
24 Jul 2024 - 14:59
مس عینک کان ته د غځېدلي سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
24 Jul 2024 - 14:59

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۸،۹ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي او لګښت یې د اېم‌سي‌سي چیني شرکت له خوا ورکول کېږي، خو سرچینې یې لګښت نه دی مشخص کړی.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د چین هېواد چارواکو ته یې یادونه کړې چې د مس عینک پروژه دوی ته ډېر اهمیت لري، افغانان یې ارزښتناکه او مهمه بولي.

نوموړي وویل چې د مس عینک پروژې د قرارداد د پروسس برخه کې د زهرجنو موادو له منځه وړلو ستونزه وه چې دغه ستونزه اوس حل شوې او د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره له داخلي موادو ګټه اخیستل کېږي.

هغه وايي، اوس د مس عینک پروژې د خنډ لپاره هیڅ دلیل نه شته او چارې به یې ژر پیل شي.

ملا برادر زیاته کړه چې د مس عینک پروژې د لګښتونو د پیسو لېږد لپاره یې د افغانستان بانک ته یادونه کړې چې بشپړه همکاري وکړي. دی وايي چې د امنیت برخه کې ټولو داخلي او بهرنیو شرکتونو ته ډاډ ورکوي.

دغه راز، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري وویل چې د مس عینک پروژې په بریالۍ توګه پر مخ وړل به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او په دې توګه به هېواد پرمختګ وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د مس عینک پروژې کارونه مخکې پیل شوي وو خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته له چیني شرکت سره تر خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې عملي چارې یې پیل شي.

هغه وویل: «هیله ده چې دا قرارداد په پوره جدیت سره مخکې لاړ شي او ټول شرایط پوره شي.»

دغه راز، د اېم‌‌‌سي‌سي په نوم د قراردادي شرکت رییس وانګ په تېر کې د امنیتي ستونزو له امله د کار د ځنډ په اړه یادونه وکړه، خو وايي چې اوس چې اسلامي امارت راغلی، په سیمه کې امنیت ټینګ شوی د پروژې چارې په چټکۍ سره پیل کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې یاد شرکت اوس په ځینو موضوعاتو کې له اسلامي امارت سره په خبرو بوخت دی، باور لري چې خبرې به بریالۍ شي او ژر به د مس عینک د استخراج چارې پیل شي.

بلخوا په دې غونډه کې د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني وویل چې د مس عینک پروژې لپاره د سړک او د کان پرانیسته به د لوګر او ټولو افغانانو لپاره د زخمونو درمل وي.

هغه ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې لپاره به بشپړ امنیت نیول کېږي او هیڅ ډول امنیتي ستونزه به نه وي.

ده زیاته کړه: «دا پروژه به د لوګر او ټول افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.»

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو رییس عبدالله مختار هم ډاډ ورکړ چې د پروژې د ښه ترسره کولو لپاره به ښه امنیت تامین کړي او په ښه همغږۍ به یاده پروژه سر ته ورسېږي.

نوموړي وویل: «ټولو ته د ښه امنیت ډاډ ورکوو، په ښه همغږۍ به یاده پروژه سر ته ورسوو او هیڅ خنډ به مخې ته رانه شي.»

ورته مهال، د چین هېواد سفیر ژاوو شینګ هم د پروژې په پیلېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له اسلامي امارت سره دوه اړخیزه اړیکې پراخې شوې او هڅه کوي چې د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.

هغه زیاته کړه، چین له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې له لارې مرسته کړې او د افغانستان په اقتصادي او تحصیلي برخو کې یې هم همکاري کړې ده.

دی وايي، د مس عینک کان پروژه د افغانستان او چین ترمنځ د ګډې همکارۍ یوه مهمه برخه ده او دواړه هېوادونه هیله لري چې دا پروژه به په بریالۍ توګه بشپړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت دوه ورځې مخکې ویلي وو چې له پنځلس کلن ځنډ وروسته به د روانې اونۍ په جریان کې د مس‌عینک کان د استخراج چارې پیل شي.

د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.