کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې افغان او ازبکستاني چارواکو د امو سیند غاړو تحکیماتو په اړه په بلخ ولایت کې غونډه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه پرون په بلخ ولایت کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ او د ازبکستان د اوبو د وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ پلاوو ترمنځ وشوه.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د امو سیند د تخریباتو مخنیوي، د اوبو د کمېدو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو او د دغه سیند د غاړو تحکیماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې هر کال د اقلیمي بدلونونو او د امو سیند اوبو موسمي زیاتوالي له امله په افغانستان او ازبکستان کې زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه او سلګونه استوګنیز کورونه ويجاړیږي.
دغه راز، د کرنې وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او ازبکستاني پلاوي په بلخ کې د امو سیند د تخریب شوو غاړو لیدنه وکړه او د نورو ویجاړیو پر مخنیوي یې ټینګار وکړ.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن