ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی

د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی

author avatar
29 Jul 2024 - 17:03
د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی
author avatar
29 Jul 2024 - 17:03

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی، وایي د پاکستان حکومت دې ګوادر ته ورروان د هغوی زرګونه کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړي او د بلوڅو نیول شوي کسان دې خوشي کړي.

ډیوه راډیو نن په یوه راپور کې ویلي چې په ګوادر کې د بلوڅ قومي غونډې پرلت روان دی.

سرچینې ویلي، بلوڅ قومي غونډې پرون (د جولای ۲۸مه) جلسه کوله، خو دعوه یې کړې: «د ریاستي ترهګرۍ، بربریت او وحشت له سببه دوی اوس دغه جلسه تر نامعلوم وخته پورې په پرلت بدلوي.»

سرچینې د بلوڅو د یووالي کمېټې د مرکزي ویاند له قوله لیکلي، دا وخت په ګوادر کې د خلکو د بندیز سربېره په زرګونه کسان په بلوڅ قومي غونډه کې موجود دي او د زرګونو په شمېر کې خلک په لارو کې په چک‌پاینټونو کې درول شوي او هغوی هلته پرلتونه وهلي دي.

ده ویلي، اېف‌سي او پوځ پر خلکو ډزې کړې یو کس یې وژلی او ۷ نور یې بیا ټپیان کړي دي.

سرچینې ویلي، پرلت‌کوونکي د پاکستان له حکومته دوه غوښتنې لري، یوه دا چې هر چېرته چې قافلې درول شوې، هغړ ته دې ګوادر ته د ورتلو اجازه ورکړي او بل د دوی څومره کسان چې نیول شوي هغوی دې په ۴۸ ساعتونو کې خوشي کړل شي که نه دغه پرلت به تر نامعلوم وخته پورې روان وي.

منبع لیکي، د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د بلوڅ قومي غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې حکومت له سوله‌ییز لاریونه نه دي منع کړي، خو د قانون خلاف اجازه نه شي ورکولی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ګوادر کې د بلوڅ یووالي کمېټې له خوا بلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه‌ ماه‌رنګ بلوڅ کوي.

بلخوا مشال راډیو نن په یو راپور کې د بلوچ د یووالي کمېټې د یوې غړې نادیې بلوچ له قوله لیکلي چې له څلورو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر کورونو پرله‌پسې چاپې وهي او خلک نیسي او ادعا یې کړې چې له دې مودې راهیسې تر ۳۰۰ زیات بلوڅان نیول شوي، دغه راز ګوادر او مستونګ کې دوه کسان وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، ماه‌رنګ بلوچ په ګوادر کې ناستو پرلتوالو ته په وينا کې ويلي چې چين او نور نړۍوال قوتونه بايد پر دې پوه شي چې په بلوچستان کې د موجود ګاز، سکرو او نورو زېرمو حق د دې سیمې د خلکو دی.

هغې زیاته کړه چې پر دې زېرمو د واک لپاره به خپله سوله‌ییزه او د عدم تشدد مبارزه جاري ساتي.

د یادونې ده، له ډېرې مودې راهیسې بلوڅان د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره کله ناکله پر لاریونونو لاس پورې کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.