ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کرکټ ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

author avatar
31 Jul 2024 - 14:19
افغان کرکټ ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي
author avatar
31 Jul 2024 - 14:19

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د روان کال په سپټمبر میاشت کې له سوېلي افریقا سره درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې له یوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سوېلي افریقا لوبډلې کوربه‌توب کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې به د سپټمبر میاشت په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي چې دغه راز به ډېر ژر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یواځنۍ ټېسټ لوبې او سوېلي افریقا لوبډلې سره د درېیو لوبو لپاره لوبډله هم اعلان شي.

سرچینې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکلي، دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کېږي او کوربه‌توب یې هم د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی.

اشرف زیاته کړې، له شک پرته سوېلي افریقا لوبډله د کرکټ په نړۍ کې یو ستر نوم لري او له افغان اتلانو سره به د دوی سیالۍ له ولولو او خوندونو ډکې وي.

نوموړي دغه راز ویلي، دا د هغو دوه اړخیزو مناسباتو او نېکو اړیکو پایله ده چې له امله یې دوی د سوېلي افریقا په څېر له سترو لوبډلو سره لوبې تنظیموي او هیله یې وښوده چې داسې او ورته نورې ډېرې دوه اړخیزې سیالۍ به هم ولري.

سرچینې ویلي، د سوېلي افریقا پر وړاندې له لوبلړۍ وروسته به په ډېر احتمال سره له بنګله‌دېش سره هم لوبلړۍ پیل شي چې له یاد بورډ سره د نېټو له نهایي کولو وروسته به یاده لوبلړۍ هم ډېر ژر اعلان شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په هندوستان هېواد کې د افغانستان په کوربه‌توب د نیوزیلېنډ لوبډلې پر وړاندې له ټېسټ لوبې وروسته به د سوېلي افریقا له لوبډلې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.