غزني ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د غزني ولایت په کوربهتوب د پنځو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، درې ورځې مخکې د غزني په کوربهتوب د پنځو ولایتونو غزني، خوست، میدانوردګو، پکتیکا او پکتیا د ۲۴ لوبډلو د ۹۶ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ پيل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته یادې سیالۍ د غزني د مرکز اړوند حکیم سنايي په ورزشي ډګر کې ترسره شوې.
نوموړي وویل، له درې ورځنیو سیالیو وروسته د پکتیکا ولایت لوبډلې د ۶۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د خوست ولایت لوبډلې د ۵۷ نمرو په درلودو دویم مقام او د غزني لوبډلې د ۵۴ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای خپل کړ.
هغه زیاته کړه، له دغو سیالیو څخه موخه د نیزهبازانو ترمنځ یووالی، د ورزشکارانو هڅونه او دغه سیالۍ ته وده ورکول دي.
دغه راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي جنتګل پژواک ته وویل، دا لوبه په افغانستان کې تاریخ او لرغونتوب لري او د قومونو د یووالي سمبول ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: «دا زموږ سنتي او تاریخي لوبه ده، د خلکو او قومونو د یووالي سبب کېږي، هیله ده دا ډول لوبې لا ډېرې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په غزني د نیزهوهنې ورته سیالۍ ترسره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP