ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي
غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه

غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳ ) په غزني ولایت کې له میندو او ماشومانو د ملاتړ په موخه د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني عامې روغتیا ریاست د لومړنیو مراقبتونو امر ډاکټر محمداشرف وزیري وویل، دغه پروګرام د عامه پوهاوي او له میندو او ماشومانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، روانه اونۍ به په مرکز او ولسوالیو کې د مور له شیدو د تغذیې عمومي کمپاین ترسره شي او کورنیو ته به په دې برخه کې پوهاوی او مشوره ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د مور شیدې د ماشوم لپاره خورا ګټورې دي؛ ځکه د نه ورکړې په صورت کې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

د هغه په خبره، په ۲۰۲۴ کال کې په دغه ولایت کې ۳۲ ماشومان او لس زره ميندې پر خوارځواکۍ اخته شوي خو د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې درملنه شوې ده.

په ورته وخت کې د ماشومانو ناروغیو یوه متخصص ډاکټر نجیب‌الله علیزي وویل چې د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت، بېوزلي او د نفوسو زیاتوالی پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو عمده لاملونه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار کوي چې ماشومانو ته باید تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکړل شي، کنه په هر عمر کې یې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو امکان شته دی.

د یادونې ده، د ۱۹۹۱ کال راهیسې د مور له شیدو د تعذيي نړۍواله ورځ هر کال په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.