شبرغان (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): عبدالخالق حقیار په جوزجان کې یو له قومي مشرانو دی چې نږدې ۱۳ کاله کېږي د خلکو د شخړو په هواري او ټولنیزې سولې په ټینګښت کې فعاله ونډه لري. هغه وایي، د اسلامي اصولو، دودیزو جرګو او د خلکو د باور پر مټ یې لسګونه پېچلې ټولنیزې او کورنۍ قضیې په سولهییز ډول حل کړې دي.

۵۲ کلن عبدالخالق حقیار د شبرغان ښار د «جګدلک» کلي اوسېدونکی دی. هغه خپلې زدهکړې د کډوالۍ پر مهال په پاکستان کې تر دوولسم ټولګي پورې بشپړې کړې او ترڅنګ یې په مدرسو کې دیني زدهکړې هم کړې دي. د هغه په باور، د عصري او دیني علومو دغه ګډه پېژندنه د دې لامل شوې چې د خلکو ترمنځ د باور وړ شخص وګرځي.

هغه د خپل ژوند له ستونزمنو ورځو یادونه کوي او وایي: «زموږ ژوند له ستونزو ډک و او خلک هم ستړي او بېوسه وو؛ کله مې چې د خلکو ستونزې ولیدې، احساس مې وکړ چې باید د خلکو خدمتګار واوسم او د هغوی د ستونزو په حل کې برخه واخلم.»

د هغه په خبره، شاوخوا لس کاله کېږي چې د اقوامو او قبایلو ریاست له لارې، که د پخواني نظام پر مهال وي او که د اوسني نظام پر مهال، د جوزجان د بېلابېلو قومونو په استازیتوب فعالیت کوي او د خلکو او نظامي، ملکي او جزایي محکمو ترمنځ د شخړو د حل او د سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره د منځګړي رول ترسره کوي.

حقیار باور لري چې یو رښتینی مسوول باید درې اساسي اصول ولري: عدالت، رښتینولي او صداقت.

هغه په دې اړه وایي: «هغه یوازېنی اصل چې یو مسوول یا مشر یې باید ولري، عدالت دی؛ باید رښتینی وي، صداقت ولري او هره موضوع د اسلام د قوانینو په چوکاټ کې حل کړي.»

د دې قومي مشر په باور، افغانستان بېلابېل سیمهییز دودونه او رواجونه لري، خو خلک تر هر څه ډېر اسلامي ارزښتونو ته درناوی کوي؛ له همدې امله هغه پرېکړې چې د قران، حدیث، اجماع او قیاس پر بنسټ ترسره شي، د خلکو لپاره د منلو وړ وي.

هغه د رسمي محکمو او جرګو له لارې د شخړو د حل ترمنځ د توپیر په اړه وایي چې په رسمي محکمو کې ډېری پرېکړې د اسنادو او قانوني پړاوونو له مخې کېږي چې له یوه اړخه مثبت کار دی، خو له بلې خوا دغه پروسه د ډېرو خلکو لپاره اوږده او ستړېکوونکې وي.

حقیار وایي: «خلک د دې پروسې د دوام مالي او رواني توان نه لري؛ له همدې امله موږ هڅه کوو چې ستونزې د جرګې له لارې حل کړو، د دواړو لورو رضایت ترلاسه کړو او تلپاتې سوله رامنځته کړو.»

د هغه په خبره، تر اوسه یې شاوخوا ۱۱۵ شخړې د جرګې له لارې پر سوله بدلې کړې دي.

هغه د خلکو باور خپله تر ټولو ستره پانګه بولي او وایي: «زه ویاړم چې د جوزجان د ولایت خلکو پر ما باور کړی او ډېر درناوی راته لري. دا باور زما تر ټولو لویه پانګه ده. خدای دې زموږ خلکو ته لا ډېر عزت او احترام ورکړي.»

هغه چې وایي د خلکو خدمت قومي او ژبني سرحدونه نه پېژني، زیاتوي: «زما خدمت هیڅ ژبه او قوم په نظر کې نه نیسي؛ هر څوک چې ستونزه ولري، هڅه کوم حل یې کړم، دا زما انساني مکلفیت دی.»

دغه قومي مشر په هېواد کې یوه له مهمو ستونزو تعصب بولي او وایي: «زموږ په ځینو خلکو کې تعصب شته، حال دا چې په اسلام کې تعصب ځای نه لري. کله ناکله حتا د دوو وروڼو ترمنځ هم اختلاف او دښمني پیدا کېږي؛ خو د دې ستونزو کمولو لپاره د جرګو، د دیني علماوو، د جوماتونو امامانو او د ټولنې د نېکنامه کسانو رول ډېر مهم دی.»

حقیار د خلکو د پوهاوي برخه کې د رسنیو رول ته هم اشاره کوي او وایي، په ټول هېواد کې د رسنیو حضور په ټولنه کې د پوهاوي او روڼتیا زیاتېدو لامل ګرځي. د هغه په باور، یو منځګړی باید هم د جرګو له دودونو، هم له اسلامي اصولو او هم د وخت له شرایطو سره بلد وي.

هغه د اوسني نظام په چوکاټ کې د جرګې د ځای په اړه هم وایي چې اوس د پخوا په پرتله پر دې طریقې ډېر باور رامنځته شوی دی.

ده زیاته کړه، پخوا جرګو دومره ځای ځایګی نه درلود، خو اوس چې کومه ستونزه رامنځته شي، ډېری وخت سپارښتنه کېږي چې د جرګې له لارې حل شي.

د حقیار په باور، په اوسنیو شرایطو کې د جرګو او منځګړو رول تر بل هر وخت ډېر مهم دی؛ ځکه هم کولای شي د محکمو بار کم کړي او هم د ټولنیز سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

عبدالخالق حقیار ځان د خلکو خادم بولي او وایي چې په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۶۴ کلیو په استازیتوب فعالیت کوي او له هېڅ ادارې څخه هېڅ ډول مالي امتیاز نه لري.

د هغه په خبره، یوازېنۍ پانګه یې د خلکو باور دی او تر هغه چې توان ولري، د دښمنیو، تعصب او تفرقې د کمولو لپاره به هڅه وکړي.

له بلې خوا، حاجي محمدعالم، حقیار د خلکو د خواخوږي او بااحساسه شخصیت په توګه یادوي او وایي: «حقیار نه یوازې د قومي، کورنیو او ټولنیزو شخړو په حل کې یو تکړه منځګړی دی، بلکې په صبر او بېطرفۍ سره تل هڅه کوي چې د خبرو اترو او د دواړو لورو د باور د ترلاسه کولو له لارې عادلانه او دوامدارې حللارې پیدا کړي.»

هغه وایي، حقیار تر هرې پرېکړې مخکې د ټولو لورو خبرې په دقت اوري او بیا د خپلې تجربې او عقلانیت پر بنسټ ورته مناسب حل وړاندې کوي.

د حاجي محمدعالم له نظره، د حقیار تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې خپل کار د خلکو د خدمت لپاره کوي، نه د مقام او شهرت لپاره؛ او د ټولنې ارامي او یووالی د راتلونکو نسلونو لپاره یوه مهمه پانګه ګڼي.