ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي
 لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

 لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

پل علم- چاریکار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د لوګر په مرکز پُل‌علم کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ورته یوې بلې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکه د مرکز پل علم ښار اړوند بابوس نواباد سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د یوه کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه: «د څښاک پاکو اوبو دغې شبکې ته یوه ۸۰ متره ژوره څاه، ۱۸ تختې سولر، ۲۰ متره مکعبه د اوبو ذخیره، کورونو ته ۵ زره متره د اوبو پايپ غځول او ۱۱۳ د اوبو نلکۍ نصب شوې دي.»

نائب‌خېل وايي چې د یادې شبکې پر جوړېدو څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګول شوې او د دغې سیمې لسګونو اوسېدونکو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

دغه‌راز د بابوس سیمې یوه اوسیدونکي محمدالله پژواک ته وویل، له دې مخکې د بابوس سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې ستونزې درلودې.

هغه وايي چې اوس تر ډېره د دوی یاده ستونزه حل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په لوګر کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې شوې چې دا مهال زرګونه کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

دغه‌راز د یو بل خبر مخې، پروان کې د څښاک پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې رييس ملا عبدالصمد صادق پژواک ته وویل چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په ګنبد کلي کې د څښاک پاکو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې د دغې شبکې پر جوړولو ۳،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

هغه وايي چې د یادې شبکې د جوړولو لګښت د حکومت له بودجې ورکول کېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې سلو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابره شي.

د سیمې اوسېدونکي هم د یادې پروژې د چارو پيل ته خوښ دي.

د ګنبد کلي اوسېدونکی نجم الدین وايي چې دا مهال دوی د څښاک پاکې اوبه نه لري.

هغه هیله وښوده چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د څښاک اوبو د نشتوالي ستونزه حل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.