Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بور‌ډ: شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته دوه بهرني مبصرین راغوښتل شوي

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د انګلیسي کمېنټري لپاره یې له هند او سریلانکا څخه دوه مبصرین راغوښتي دي.

د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د انګلیسي کمېنټري لپاره یې هندي مبصر ډوینډر کمار او سریلانکایي روشن ابهي سنګي راغوښتي دي.

بلخوا، هندي مبصر ډیوینډر کمار هم پر خپله فېسبوک پاڼه په پښتو لیکلي: «بیا خپل دویم کور کابل ته درځم، د شپږیزو او څلوریزو شور، کابل خوږه هوا، د افغانانو چکچکې او د لوبغاړو تشویق دا خوشحالۍ، رنګونه او امن دې تل وي.»

د کرکټ دغه هندي مبصر او کمېنټري‌ټر تل له افغانستان سره د مینې په خاطر پر خواله رسنیو د افغان ملي لوبډلې او لوبغاړو ستاینه او ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هندي مبصر په روان ۲۰۲۴ کال کې په تېره مې میاشت کې د قوش‌تېپې شل اووریز جام سیالیو کې د ګډون په موخه هم افغانستان ته راغلی و.

د یادونې ده، شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې اکسټ میاشتې په ۱۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به په کابل کې دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.