فیروزکوه، زرنج (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): ځایي سرچینې وايي چې په نیمروز ولایت کې ۱۰ کیلوګرامه ښيښه، د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه او په غور کې څه باندې لس زره کیلوګرامه ومان کشف، ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
د نیمروز د دلارام ولسوالۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې برخې امر مولوي سمیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیس د دې ولسوالۍ له امنیې قوماندانۍ سره په همغږۍ د نشهیي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف کړې ده.
هغه وویل چې په دې کارخونه کې ۱۰ کیلوګرامه ښيښه، ۱۳۰ لېتره د ښيښې شربت، ۵۰ لېتره تېل، یو پارسل سود، ۱۰ لېتره سټون او ۳۶ اکسل ډبې موجودې وې چې له منځه یووړل شوې.
صمیم زیاتوي، په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
دغه راز د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل چې په تېرو څلورو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې ۱۰۵۰۰ کیلوګرامه اومان چې له هغو د ښيښې په جوړولو کې استفاده کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړي وویل چې نن دا اندازه توکي یوې لرې پرتې سیمې ته انتقال او هلته له منځه یووړل شول.
ومان یو ډول غرنی بوټی دی چې د ښیښې په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP