ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په اشترلي کې ۲۷ کیلومتره سړک د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي

د دایکنډي په اشترلي کې ۲۷ کیلومتره سړک د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي

author avatar
6 Aug 2024 - 13:19
د دایکنډي په اشترلي کې ۲۷ کیلومتره سړک د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي
author avatar
6 Aug 2024 - 13:19

نیلي (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت د ۲۷ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه سړک جوړولو چارې تېره ورځ د اشترلي ولسوالۍ د مسوولینو او ځایي خلکو په حضور کې پیل شوې.

د دایکنډي د اشترلي ولسوال مولوي عبدالسلام مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سړک د اشترلي ولسوالۍ له مرکز شیخ‌میران سیمې د دغه ولایت د خدیر ولسوالۍ تر خاک‌زنګ کوتل پورې د ځایي ادارې په همغږۍ د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي.

هغه وویل، د یاد سړک جوړولو لګشت څلور میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ کېږي چې د خلکو له خوا ورکول کېږي او په خبره یې چې په جوړېدو به یې د خلکو په تګ راتګ کې شته ستونزې هوارې شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړول اړین بولي.

د سیمې یوه اوسېدونکي کاظم وویل، د دغه سړک ټول مصرف د اشترلي ولسوالۍ د شیخ‌میران او سیادره سیمو د درېیو پراختیايي شوراګانو له خوا راټول شوی دی.

هغه وویل چې د دغه سړک په جوړېدو د سیمې اوسېدونکي کولای شي په ژمي او اوړي کې د دغه ولایت اشترلي او خدیر ولسوالیو بېلابېلو سیمو ته سفر وکړي.

هغه وایي چې پر دغه سړک د څو ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي.

نوموړي وویل چې اشترلي ولسوالۍ د دایکنډي یوه غرنۍ او صعب‌العبوره ولسوالي ګڼل کېږي چې ځينې سیمې یې اوس سړک نه لري او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د سړک نشتوالي له امله د ځنیو سیمو اوسېدونکو خپل ناروغان په خرو روغتون ته انتقالوي.

کاظم دغه ‌راز له حکومته غواړي چې د سړکونو رغولو او ترمیم برخه کې د دې ولسوالۍ له خلکو سره همکاري وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.