Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ پر احسان جنت د لوبو پنځه کلن بندیز ولګاوه

کرکټ بورډ پر احسان جنت د لوبو پنځه کلن بندیز ولګاوه

author avatar
7 Aug 2024 - 11:37
کرکټ بورډ پر احسان جنت د لوبو پنځه کلن بندیز ولګاوه
author avatar
7 Aug 2024 - 11:37

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کورني کرکټ لوبغاړی احسان جنت د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځو کلونو لپاره د کرکټ سیالیو له ترسره کولو منع شو.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کورني کرکټ لوبغاړی احسان جنت د کابل پریمیر لیګ «KPL» دویم پړاو سیالیو کې د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځو کلونو مودې لپاره له هر ډول کرکټ سیالیو او د کرکټ اړوند چارو له ترسره کولو څخه منع شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي، نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدای شي چې د احسان جنت سرغړونې او حالاتو ته په پام سره هغه ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی دی.

سرچینې ویلي، نوموړي هم د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون له مادو خپله سرغړونه منلې او په فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې پر خپلې سرغړونې اقرار کړی دی.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر درېیو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي چې د جرم د ثابتېدو په صورت کې به یې په اړه تصمیمونه ونیول شي.

سرچینې ویلي، پر احسان جنت یاد بندیز د دې اعلامیې له خپرېدو سره سم د پلي کېدو وړ دی چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به دوام ومومي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د کرکټ په ملي لوبغاړي شفق‌الله شفق هم په ۲۰۲۰ کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله شپږ کلن بندیز لګولی و چې تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.