Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاناډا له افغانستان سره درې میلیونه کاناډايي ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالر (۲،۲ میلیونه امریکايي) مرسته اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو اړوند یادې ادارې دغه څرګندونې نن پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

اوچا زیاته کړې، یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخو کې ولګول شي.

سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۹ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره بشري برخه کې د یاد هېواد د مرستو کچه ۱۵.۸ میلیونه کاناډايي ډالرو ته ورسېده.

په داسې حال کې چې له دې مخکې هم یو شمېر هېوادونو د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نغدي مرستې اعلان کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.