ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوزې پښتونخوا د والیبال لوبغاړي: سپورټي لوبې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي

د کوزې پښتونخوا د والیبال لوبغاړي: سپورټي لوبې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي

author avatar
9 Aug 2024 - 14:38
د کوزې پښتونخوا د والیبال لوبغاړي: سپورټي لوبې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي
author avatar
9 Aug 2024 - 14:38

خوست‌ښار (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): خوست ته له کوزې پښتونخوا د واليبال راغلي يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو ولسونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او یووالي په موخه دې د دواړو لورو ځوانانو لپاره د سپورټي لوبو سیالۍ جوړې شي.

هغوی دا څرګندونې د واليبال د هغو سياليو په ترڅ کې وکړې چې د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ د لغوړي پيرانو سيمه کې جوړې شوې دي.

دغه لوبغاړي وايي، د ډيورڼد کرښې يوې او بلې غاړې ته پراته خلک په خپلو کې نه شلېدونکې اړيکه لري او د دې ډول سیالیو او پروګرامو جوړول به وکولای شي دا اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

له خيبر پښتونخوا راغلي يوه لوبغاړي اشتياق چې د پاکستان د واليبال په ملي لوبډله کې هم لوبېږي، په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ هلته هم دا خبره کوو چې لر او بر يو افغان دی، پښتانه چې څومره دي دا يو دي او د يو افغان بچيان دي، پښتانه چې څومره دي، يو خلک دي او سره جدا کېږي نه.»

د کوزې پښتونخوا د واليبال يوه بل لوبغاړي عرفان هم وويل چې دا ډول لوبې د کرښې دواړو غاړو ولسونو ترمنځ د مينې او يووالي لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه، که پر غلام‌خان د تګ راتګ زمينه ورته برابره شي، نو په ډېرو دا ډول لوبو کې به ګډون وکړي.

د هغه په  خبره: «شکر الحمدالله دلته ډېر امن دی او موږ ته يې ډېر قدر او عزت راکړ، موږ به ان‌شاالله دلته بيا بيا راځو او لوبې به کوو، دې سره به پښتنو ته محبت زيات شي.»

په همدې حال کې، افغان لوبغاړي هم خوښي څرګندوي چې د کوزې پښتونخوا له لوبغاړو سره يوځای د واليبال لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې يوه لوبغاړي عُزير اصفي چې په دې لوبو کې يې برخه اخيستې، پژواک اژانس ته وويل، هيله يې دا ده چې دا ډول لوبې نورې هم برابرې شي، څو دوی خپلې وړتياوې ښکاره کړي.

هغه زياته کړه: «د افغانستان واليبال واقعاً ډېر ستر استعدادونه لري، که پرې کار وشي نو په نړۍ‌واله کچه به ډېرې ښې لوبې ترسره کړي او موږ له اسلامي امارته غواړو چې واليبال ته ښه توجه ولري.»

د واليبال دغو لوبو ليدو ته د خوست له بېلابېلو سيمو سلګونه خلک ورځي او خوند ترې اخلي.

د خوست یوه اوسېدونکي همراز منګل پژواک ته وويل: «الحمدالله د امن فضا ده، د لرې لرې ځايونو څخه خلک راغلي، دلته لوبې ګوري، موږ ډېر خوښ يو چې دلته لوبې ګورو.»

دا لوبې چې نږدې څلور مياشتې مخکې د سيمې د ځوانانو له خوا جوړې شوې دي، د واليبال شاوخوا اويا لوبډلو په کې برخه اخيستې ده.

د يادو لوبو يوه تنظيموونکي کريم‌الله ګروهمن پژواک ته وويل، موخه يې له دې لوبو د ورزش غوړېدا او د ځوانانو ترمنځ د يووالي راوستل دي.

هغه زیاته کړه: «په دې لوبو کې د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي هم شته، دوی نن د سيمې فاينل لوبه ترسره کوي او ان‌شاالله چې په ښه ډول به پای ته رسېږي.»

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د خوست د بدني روزنې امر له پژواک سره مرکه کې د واليبال لپاره د يوه معیاري لوبغالي جوړېدو خبر ورکړی و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.