ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د الله‌ګل مجاهد دوسیه د طی مراحل په حال کې ده»

«د الله‌ګل مجاهد دوسیه د طی مراحل په حال کې ده»

author avatar
11 Aug 2024 - 14:21
«د الله‌ګل مجاهد دوسیه د طی مراحل په حال کې ده»
author avatar
11 Aug 2024 - 14:21

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت ویاند او د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر وايي چې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله‌ګل مجاهد دوسیه تر اوسه د مراحلو طی کولو په حال کې ده او نهايي شوې نه ده.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته امنیتي کسانو د پخوانۍ ولسي جرګې غړی الله‌ګل مجاهد په کابل کې ونیو خو بېرته یې خوشی کړ؛ هغه له خوشي کېدو وروسته ترکیې او بیا ایران ته ولاړ او له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې بېرته هېواد ته راوګرځېد.

د کابل امنیې قوماندانۍ د روان کال د غويي په ۲۳مه اعلان وکړ چې الله‌ګل مجاهد یې د مقتول قاري سعیدالله د قضیې په تور چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې وژل شوی و، توقیف کړی دی.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د هغه له توقیف کېدو دوه ورځې وروسته وویل چې بېرته راګرځېدونکو سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او د کابل امنیې قوماندانۍ هغوی ته ویلي چې الله‌ګل مجاهد یې د تېرو کړنو له امله نه، بلکې د قتل په یوه قضیه کې د تړاو په تور نیول دی.

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو تېره اونۍ ولیکل چې الله‌ګل مجاهد اعدام شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن (د زمري ۲۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د الله‌ګل مجاهد دوسیه د مراحلو طی کولو په حال کې ده او تر اوسه نهایي شوې نه ده.

د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر هم د الله‌ګل مجاهد په اړه اوازې بې‌اساسه بولي او وايي چې د هغه دوسیه د مراحلو طی کولو په حال کې ده.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.