ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه خلک: د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي

د فراه خلک: د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي

author avatar
11 Aug 2024 - 16:28
د فراه خلک: د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي
author avatar
11 Aug 2024 - 16:28

فراه ښار (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د فراه خلک وايي، نږدې دوه لسیزې مخکې د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو چارې د ایران هېواد په مالي لګښت پيل شوې وې خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

د شيخ ابونصر فراهي سړک چې ۱۲۰ کیلومتره دی، د افغانستان او ایران له ګډې پولې بیا د فراه تر ښاره غځېدلی دی.

د دغه سړک جوړولو چارې په ۱۳۸۶ کال کې د ایران هېواد په مالي لګښت پيل شوې وې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې نیمايي جوړ شوی او نیمايي نور پاتې دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، هغه مهال ایراني چارواکو ویلي وو چې د دغه سړک جوړولو چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشړې شي.

په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته په ۱۴۰۱ کال کې ایراني پلاوي یو ځل بیا له دغه سړکه لیدنه وکړه، ویې ویل چې د سړک جوړولو چارې چټکې کوي.

بل لور ته، د فراه اوسېدونکي ټینګار کوي چې دغه سړک د افغانستان او ایران ترمنځ واټن ډېر نږدې کوي چې باید چارې یې بشپړې شي.

د فراه د خاکسفید ولسوالۍ د دیوار سرخ کلي اوسېدونکي محمد وزیر پژواک ته وویل، دغه سړک کلونه وړاندې تر قلعه‌کاه ولسوالۍ پورې جوړ شوی خو نور پاتې دی.

هغه وايي: «زه خپله په دې لار موټر چلوم، دا اسانه او لنډه لار ده، باید جوړ شي، که پر بله لار ځو، هلته خټې او دوړې وي، ګرمي وي، تګ راتګ اسانه نه کېږي.»

د نوموړي په خبره، که دغه سړک جوړ شي، کولای شي په څلور یا پنځو ساعتونو کې تر پولې ورسېږي خو اوس د سړک خرابولي له امله دوی ۱۷ یا ۱۸ ساعته مزل کوي.

دغه راز، د دې لارې یو بل موټرچلوونکی نظرمحمد هم وايي چې د فراه له ښاره تر قلعه‌کاه ولسوالۍ پورې دغه سړک ډېر خراب دی.

هغه وايي: «موږ له ښاره تر قلعه‌کاه پورې ډېر په مشکل ځو، لار خرابه ده، کله په کې موټر هم چپه کېږي.»

همدارنګه د فراه ښار یوه اوسېدونکي محمدیونس پژواک ته وویل، په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې څو ځلې پر دغه سړک کار شروع شوی خو بېرته درېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «یو ځل کار شروع کړي، تهداب یې جوړ کړي، بیا چې کار بند کړي، هغه تهداب یې هم بېرته خراب شي.»

د فراه ولایت یادو او یو شمېر نورو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د دغه سړک جوړولو چارې باید بشپړې شي.

بل لور ته، د فراه د فواید عامې ریاست د کار او ساختماني چارو مسوول انجنیر شېراحمد نصري پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې یو ځل بیا د شيخ ابونصر فراهي سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره پيل شوې دي.

هغه وايي، د دغه سړک د بدنې او پلچکونو جوړولو چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او یوازې د قیر کولو چارې یې پاتې دي.

ده وویل، د پلان له مخې، کله چې د سړک پخولو چارې پيل شي، په هره میاشت کې به څلور تر پنځه کیلومتره پورې قیر کېږي.

د یادونې ده، د شيخ ابونصر فراهي سړک ترڅنګ چې د جوړولو چارې یې د ایران هېواد له لوري پيل شوې او تر اوسه نه دي بشپړې شوې، همدا ډول په ننګرهار کې هم د جلال‌اباد ښار- تورخم د دویم لین سړک چارې د پاکستان له لوري پيل شوې چې د کلونو په تېرېدو لا هم نه دي بشپړې شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.