کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): د چاپېریالساتنې ملي اداره وايي، ۲۱ میلیون افغانان د اقليمي بدلونو له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په تېر یوه کال کې د امنیتي ارګانونو په همکارۍ د څه باندې ۱۷ زره بېلابېل ډول مرغانو او وحشي ژوو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د یادې اداری د چارواکو په وینا، د ځنګلونو وهلو او قاچاق مخه هم په مطلق ډول نيول شوې ده.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې مرستیال ډاکټر ذینالعابدین عابد چې نن یې په کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشريح پروګرام کې خبرې کولې وویل، د چاپېریالساتنې ملي ادارې په هېواد کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه نظارتي او حفاظتي پلانونه پلي کړي دي.
ده زیاته کړه، د ځنګلونو د وهلو او قاچاق د مخنيوي په موخه د کورنیو چارو وزارت له لوري ۱۲۰۰ کسیزه شنه قطعه رامنځته شوې او پر فعالیت باندې بوخته ده.
هغه زیاته کړه: «پخوا به تاسې ته معلوماتو وه چې د چارتراش په نوم لرګي به نورو ولایتونو ته تلل او پاکستان ته به هم اوښتل، دا په اطمینان درته وایم چې د چارتراشو مخه مطلقاً نیول شوې، حتا اوس داسې یو حالت دی چې له یوه ولایته بل ولایت ته یې د وړلو اجازه نشته.»
دغه راز عابد وویل: «د چاپېریالساتنې ملي ادارې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو په همکارۍ د ۱۷۲۱۶ مرغانو او وحشي ژوو د قاچاق مخنیوی کړی دی، په ټولو ولایتونو کې مو د ښکار مخه نیولې ده، هيڅوک دې ته نه پرېږدو چې د افغانستان د حيواناتو ښکار وکړي او کوم کسان چې ونیول شي، هغوی قانوني مرجع ته وړاندې کوو، هغوی د دې عمل سزا ويني.»
د عابد د معلوماتو له مخې، له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ابرېزو او اوبو سرچینو د پروژې، د کاربن د کمو او مناسبو طریقو د پیاوړتیا، د چاپېریالي څېړنیز فارم جوړول، د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین او د اقلیمي بدلون زیانونو د ارزونې طرحو چمتو کول، اقلیمي بدلونونو ته د ځواب ویلو پروژې لپاره د مالي سرچینو د منظورۍ اخیستل او له نړۍوالو ادارو د ۱.۱۶ میلیون ډالرو مالي ژمنه ترلاسه کول په تېر یوه کال کې د دې ادارې له عمده لاستهراوړنو دي.
دغه راز، د بند امیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، د بدخشان واخان او د کول حشمت خان په څېر د خوندي ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیته څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایو فزیکي او اجتماعي سروې پیلول او په بلخ او فراه ولایتونو کې د «ندالشبأ» او «الغرافه» د وحشي حیواناتو د نسلګرۍ له فارمونو څارنه په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاستهراوړنو دي.
ورته مهال، د ادارې د شپږو تقنیني او پاليسۍ سندونو بیاکتنه او تعدیل، د امارتي ادارو په ۱۳ تقنیني او پاليسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو شاملول، د «ژوند بڼو ملي ستراتيژۍ» نوې کول، د پنځه کلن پراختیایي پروګرام او د مرکز او ولایتونو لپاره د ۴۷ عملیاتي پلانونو چمتو کول په تېر کال کې د چاپېریالساتنې ملي ادارې نور فعالیتونه دي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې مرستیال وايي، د سياسي ستونزو له امله د چاپېریالساتنې ۳۲ مالي پروژې د تعلیق په حال کې دي چې په دې وروستيو کې اووه پروژې له تعلیقه وتلې او د نورو په اړه هڅې روانې دي.
دی زیاتوي: «په دوامداره ډول مو هڅه کړې څو نړۍواله ټولنه قانع کړو چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره ربط نه لري او باید د بشري او ټولنیزې ستونزې په توګه ورته وکتل شي.»
دغه راز، د دې اداري د اقليمي بدلون د چارو رییس انجنیر روحالله امین وویل: « له ۲۰۰۰ تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالي پوښښونه موږ له لاسه ورکړي چې لامل یې د تودوخې درجې لوړېدل دي، د اقليمي بدلون له وجې زموږ شاوخوا ۲۱ میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې عمده لامل یې د چاپېریال بدلون دی.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د وروستيو سېلابونو راتلو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلک شاوخوا ۱۰۰ زره جریب کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي.
عابد وايي: «په تېر کال کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه له غیرامارتي موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او له تطبیقه یې څارنه شوې ده.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP