کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په تېره یوه اونۍ کې په دغه ولایت کې د نشهیي توکو د پېر او پلور په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شوو کسانو ۴۹۵۸ زیکب تږ ۱۱۴۱ کا ټابلېټونه، ۴۰ ګرامه چرس، ۳۷ ګرامه شیشه، ۱۴ ګرامه تریاک او ۲ ګرامه هیرویین هم ترلاسه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د نشهیي توکو کرنه، قاچاق، پېر او پلور په کلکه منع دي؛ هر څوک چې په دې ډول ناقانونه کړنو کې لاس ولري، وبه نیول شي او د قانون له مخې به ورسره جدي چلند وشي.