ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي امارت: د افغانانو د ستړیاوو په بدل کې راغلی اسلامی نظام په کلکه ساتو او دفاع ترې کوو

اسلامي امارت: د افغانانو د ستړیاوو په بدل کې راغلی اسلامی نظام په کلکه ساتو او دفاع ترې کوو

author avatar
14 Aug 2024 - 09:19
اسلامي امارت: د افغانانو د ستړیاوو په بدل کې راغلی اسلامی نظام په کلکه ساتو او دفاع ترې کوو
author avatar
14 Aug 2024 - 09:19

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): اسلامي امارت د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، د دغې ورځې د راتګ لپاره د خلکو قربانیو راتلونکو نسلونو ته داسې درس پرېښود چې هېڅکله به هېر نه شي او په هره بیه چې وي له شته نظام څخه به دفاع کوي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا واک تر لاسه کړ، خو تر اوسه – سره له دې چې له لسګونو هېوادونو سره د سیاسي استازولیو له لارې تعامل لري، نوی جوړ شوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د همدې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې لیکلي:«دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او ویاړلو ورځو څخه ده چي د فتح ورځ په نامه  ثبت شوه چې له امله یې افغانستان  له شل کلن اشغال او تجازو څخه خلاص شو.»

هغه لیکلي چې د دغې  ورځې د راتګ لپاره خلکو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او دغې قربانۍ د راتلونکو نسلونو لپاره داسې ستر درس پرېښود چې باید هېڅکله هېر نشي.

مجاهد لیکلي: «ژمنه کوو چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام چې تر سیورې لاندې یې د الله جل جلاله دین حاکم او شریعت عملی شوی، سوله او امن راغلی، خلک مو آرام شوي او د وطن د مادي او معنوي آبادۍ فرصت مهیا شوی کلک وساتو او په هر قیمت دفاع ترې وکړو.»

اعلامیه کې راغلي، ټول افغانان باید د دغه ستر نعمت او اسلامي نظام شکر ادا کړي، دا  یو غنیمت وبولي او د حفاظت او ملاتړ  لپاره یې همیشه چمتو واوسي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.