ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش وضعیت

افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش وضعیت

author avatar
14 Aug 2024 - 14:21
افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش وضعیت
author avatar
14 Aug 2024 - 14:21

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): په تېرو درېیو کلونو کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ۱۲۰ مډالونه ترلاسه کړي او دغه راز، د افغانستان د کرکټ بورډ بودجه د پخوا په پرتله څلور برابره ډېره شوې ده.

پژواک خبري اژانس په هېواد کې د تېرو درېیو کلونو ورزشي وضعیت په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ او المپیک ملي کمېټې له ویاندویانو او یو شمېر ورزشکارانو سره ځانکړې مرکې کړې دي.

په کور دننه د ورزش برخه کې ترسره شوي کارونه

د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې هم په داخلي او هم په نړۍوالو ورزشي سیالیو کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

نوموړی وایي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د داخلي ورزش برخه کې نوښتونه راغلل، سیالۍ پراخې شوې، د هېواد په هغو سیمو کې ورزشي او انتخابي سیالۍ ترسره شوې چې مخکې کلونو کې هلته هیڅ لوبې نه وې شوې؛ دغه راز، ولایتي انتخابي سیالۍ ترسره شوې، ورزش پراختیا وکړه او ټولو ولایتونو ته وغځول شو.

هغه وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر نوې لوبې، لکه د موټر او موټرسایکل ځغلولولو سیالۍ، ټیپ بال کرکټ سیالۍ، فریز بیي ورزشي لوبه او په دې برخه کې ځیني نور ورزشونه د المپیک ملي کمېټې تر چتر لاندې رامنځته شوي، په ولایتونو کې یې استازولۍ پرانیستل شوې، خو تر اوسه د فدراسیون په بڼه د المپیک کمېټه کې نه دي ثبت شوي او د رسمي کولو برخه کې یې کار روان دی.

دی وایي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې نړۍوال جام ته لار پیدا کړه، په همدغه کال کې یې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته لار ومونده چې دا د فوټسال برخه کې لویه لاسته‌راوړنه وه.

هغه زیاته کړه چې اوس‌ مهال ۵۲ فدراسیونونه د المپیک ملي کمېټې تر چتر لاندې فعالیت لري او خپلې سیالۍ تنظیموي.

نړۍوالو سیالیو کې اخیستل شوي مډالونه

مشواڼی وایي، د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته په یوه کال کې افغان ورزشکارانو په نړۍوالو سیالیو کې نهه مډالونه ترلاسه کړي وو، خو په ۱۴۰۲ کال کې یې ۲۲ مډالونه ترلاسه کړل چې دوه په کې د سرو زرو، لس د نقرې او لس د برنزو وو، په ۱۴۰۳ کال کې یې تر اوسه ۱۹ د سرو زرو، ۳۰ د نقرې او ۴۰ د برنزو مډالونه په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ترلاسه کړي دي.

د ورزش برخه کې شته ستونزې

د المپیک ملي کمېټې ویاند وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د المپیک نړۍوالې کمېټې له لوري هیڅ بودجه نه ده ورکړل شوې او دا د ورزش لپاره ډېره لویه ضربه ده.

هغه زیاتوي، که افغانستان ته دغه بودجه ورکړل شوې وای، هېواد کې به ورزش نور هم پرمختګ کړی وای.

د هغه په وینا، د المپیک نړۍواله کمېټه ورته وایي چې په افغانستان کې د بانکي ستونزو له امله بودجه نه شي لېږلی.

نوموړی وایي، هڅه کوي چې یاده ستونزه د خصوصي سکټور له لارې حل او ځیني ورزشي پروګرامونو او سیالیو ته ملاتړ یا سپانسر پیدا کړي.

افغان کډوالو ته د ورزش برخه کې شوي کارونه

د مشواڼي په وینا، د اسلامي امارت د راتګ له لومړیو د المپیک ملي کمېټه دې ته متوجه وه، هغه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي او د ورزش برخه کې وړتیا او علاقه لري، دا منظم شي او کوم چې وړتیا لري، د هغو له وړتیاوو دې په ملي لوبډلو کې استفاده وشي.

نوموړی وایي، اوس هم ځیني ملي لوبډلې شته چې ډېری ورزشکان یې له هېواده بهر ژوند کوي، خو په لوبډله کې لوبېږي او په ځینو هېوادونو کې ورته استازولۍ تشکیل شوې، څو په هغو هېوادونو کې د ورزشکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وایي، په تېرو درېیو کلونو کې ورزش په هېواد کې نه دی محدود شوی، په دې برخه کې دوی پالیسي لري او له بهره ټول افغان ورزشکاران کولی شي چې د فدراسیونونو په انتخابي سیالیو کې برخه واخلي او که وړتیا ولري نو ملي لوبډلو ته ټاکل کېږي.

نوموړی وایي، د فوټسال او فوټبال ملي لوبډلو کې د ځغاستې برخه کې، د جودو برخه کې او نورو مختلفو ملي لوبډلو کې ډېری لوبغاړي شته چې له هېواده بهر ژوند کوي، خو لوبېږي.

هغه زیاته کړه، داخلي لوبغاړو او هغو افغان لوبغاړو ته چې له هېواده بهر ژوند کوي، مساوي حقوق ورکول کېږي.

د المپیک ملي کمېټې راتلونکی پلان

د المپیک ملي کمېټې ویاند وایي، دغه کمېټه په راتلونکي کې پلان لري چې د ورزش د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاته پاملرنه داخلي سیالیو ته وکړي، څو د هېواد په داخل کې د ورزش بنسټونه قوي او په داخل کې داسې ورزشکاران پيدا شي چې وړتیا ولري او ملي لوبډلو ته په خپل لیاقت لار پپدا کړي.

دی وایي، د المپیک ملي کمېټه غواړي د فدراسیونونو په کچه ملي انتخابي، د ولایتونو، ولسوالیو او د کلیو په کچه سیالۍ ترسره کړي، څو هغه وړتیاوې چې په کلیو او بانډو کې پټې پاتې دي، هغو ته هم زمینه برابره شي.

نوموړی وایي، دغه کمېټه غواړي چې په هېواد کې لوبغالي او ورزشي جمنازیمونه ترمیم کړي او سږ کال په دې خاطر یو څه بودجه هم ورته ځانګړې شوې ده.

هغه دا هم وویل، د المپیک ملي کمېټه پلان لري چې نړۍوالو سیالیو ته پاملرنه زیاته کړي، څو زیات لوبغاړي په بهرنیو سیالیو کې برخه واخلي او له بهره نوې تجربې ترلاسه کړي.

د تېر درې کلن ورزشي مزل په اړه د ورزشکارانو نظرونه

ورته مهال، یو شمېر لوبغاړي په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش برخه کې له ترسره شوو کړنو خوښ دي، خو زیاتوي چې مسوولین دې د ورزشکارانو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د ووشو ملي لوبډلې لوبغاړي محمدخالد هوتک چې تېر کال یې د چین په کوربه‌توب اسیایي سیالیو کې د برنزو مډال ګټلی پژواک ته وویل، په تېرو درېیو کلونو کې ورزش ته ښه پاملرنه شوې او په دې برخه کې د مخکې په نسبت شفافیت رامنځته شوی او د ورزشکار حق نه خوړل کېږي.

هغه زیاته کړه، همدا ورزش دی چې افغانستان نړۍ ته ورپېژني او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د ورزشکارانو مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

همدارنګه یو بل ورزشکار عرفان‌محمد نوري پژواک ته وویل چې له تېرو دوه‌نیمو کلونو راهیسې د غېږ‌‌نیونې برخه کې لوبه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پخوا په پرتله اوس د لوبډلو لپاره د غوراوي سیالۍ زیاتې ترسره کېږي.

هغه وایي، زیاتره ورزشکاران اقتصادي ستونزې لري او باید په دې برخه کې ورسره همکاري وشي.

نوموړي د المپیک ملي کمېټې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د ورزش برخه کې دې حق حقدار ته ورکړل شي، څو په نړۍوالو سیالیو کې ښې لاسته‌راوړنې ولري او هېواد ته اتلولۍ راوړي.

د کورني کرکټ برخه کې ترسره شوي کارونه

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پژواک ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې په یو شمېر ولایتونو کې په لسګونه اکاډمۍ جوړې شوې چې اوس په کې ډېر شمېر لوبغاړي مسلکي کرکټ زده کوي.

نوموړی وایي، د هېواد په هر زون کې دوه یا درې د کرکټ لوبغالي دي چې ځیني یې پخوا جوړ شوي وو او په تېرو درېیو کلونو کې وخت په وخت ترمیم شوي او ځیني بیا نوي جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، په لغمان کې د کرکټ لوبغالي جوړولو کار روان دی، خوست کې له پخوا میدان و خو په تېرو کلونو کې په کې یو مېلمستون جوړ شو او د کرکټ اکاډمي هم په کې جوړېږي، په پکتیا کې تېر کال لوبغالی جوړ شو، په لوګر کې د  کرکټ پر لوبغالي کار روان دی او د کندوز لوبغالی ورغول شو.

هغه وایي، مخکې په لوبغالو کې یوازې وچ ویشتن‌ځایونه وو خو اوس په ټولو لوبغالو کې شنه ویشتن‌ځایونه هم جوړ شوي چې له تېزتوپ‌اچوونکو سره مرسته کوي.

نوموړی وایي، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې په کابل کې د ظرفیت لوړونې مرکز جوړ شو چې بهرني او داخلي روزونکي په کې شتون لري او په بېلابېلو برخو کې د لوبغاړو مهارتونو پر لوړولو کار کوي.

د سادات په وینا، تېر کال په کورني کرکټ کې د ۱۶ کلنو لوبغاړو لپاره سیالۍ اضافه شوې، البته دغه سیالۍ مخکې وې، خو یو څه وخت ځنډ په کې راغلی و، د لومړي ځل لپاره د قوش‌تېپې په نوم شل اوریزه جام ترسره شو.

نوموړی وایي، مخکې کرکټ بورډ ته د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري هر کال څلور میلیونه ډالر بودجه ورکول کېده، خو په تېرو درېیو کلونو کې دغه بودجه څلور چنده ته لوړه شوه، د لوبغاړو په معاشونو او میچ‌فیسونو کې څو چنده زیاتوالی راغی، څو د لوبغاړو اړتیاوې پوره شي او کرکټ ته وهڅېږي.

د نړۍوال کرکټ برخه کې ترسره شوي کارونه

د کرکټ بورډ ویاند وایي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې افغانستان له زمبابوې او ایرلینډ سره شل‌اوریزې او پنځوس‌اوریزه سیالۍ ترسره کړې چې دواړه لوبلړۍ افغان لوبډلې وګټلې.

دغه راز، سادات وویل چې د تېرو کلونو په لړ کې افغانستان له بنګله‌دېش څخه په خپل کور کې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله، د متحده اماراتو او د ایرلینډ له لوبډلو یې د شل‌اوریزو سیالیو لړۍ وګټلې.

نوموړی وایي، په لومړي ځل په ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان له پاکستانه د شل‌اوریزو لوبو لړۍ دوه پر یو وګټله.

همدارنګه په ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام کې افغانستان د پاکستان، انګلیستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې او دغه راز، په شل‌اوریزه نړۍوال جام کې یې بیا اسټرالیا، نیوزلینډ، بنګله‌دېش، یوګاندا او پاپو نیوګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د کرکټ پر وړاندې پرتې ستونزې

سادات وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په لومړیو وختونو کې ستونزې موجودې وې، په ۲۰۲۱ کال کې په اماراتو کې نړۍوال جام و، په هېواد کې پروازونه او سفارتونه بند وو، ټول لوبغاړي په هېواد کې وو خو د افغانستان کرکټ بورډ په هڅو او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ افغان لوبډلې په دغه جام کې ګډون وکړ.

هغه وایي، د تحول په لومړیو وختونو کې بانکي ستونزې وې، د پیسو انتقال افغانستان ته ډېر ستونزمن و، خو کرکټ بورډ په اماراتو کې د لوبغاړو لپاره بانکي حسابونه جوړ کړل او بانکي ستونزه یې ختمه شوه.

د سادات په وینا، په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره راتلونکی کال په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ اکاډمۍ جوړېږي، څو لوبغاړي په کې مسلکي کرکټ زده کړي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.