کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه کابل کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو نندارتون جوړیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې چې دا نندارتون د زمري میاشتې له ۲۸ مې تر ۲۹ مې د کابل ښار حضوري چمن کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو مرکز کې جوړ شي.
دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي څو له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د داخلي تولیداتو ورته نندارتونونه هم د هېواد دننه او بهر جوړ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP