ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو شمېر پنځوس سلنه کم شوی

هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو شمېر پنځوس سلنه کم شوی

author avatar
20 Aug 2024 - 15:06
هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو شمېر پنځوس سلنه کم شوی
author avatar
20 Aug 2024 - 15:06

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): هلمند ولایت کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، د محصلینو شمېر یې تر پنځوس سلنه کم شوی چې له امله یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی او له حکومته غواړي چې مالیه ورته معاف کړي.

د هلمند د بست خصوصي پوهنتون رییس محمود سنګین پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د محصلینو په شمېر کې تر پنځوس سلنه کموالی راغلی او د دې لوی لامل د خلکو او کورنیو اقتصادي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: «مخکې د لوستو ځوانانو اقتصادي وضعیت ښه و، په ډېر تعداد ځوانان به په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو په مرکزونو کې جذبېدل، اوس هغه ټول بې‌وزله دي او لوړې زده‌کړې نه شي کولای.»

د هغه په خبره، د محصلینو کمېدو له امله خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د خصوصي پوهنتونونو ماليه معاف کړي.

ورته مهال، په یاد ولایت کې د وادي هلمند لوړو زده‌کړو موسسې رییس محمداسماعیل مهربان وویل، د پخوا په پرتله یې نوو ټولګیو ته د محصلینو جذب پنځوس سلنه کم شوی او زیاتوي چې لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د لوړو زده‌کړو برخه کې د ځوانانو شمېر کم شوی او لوی علت یې د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت دی چې نه شي کولی لوړې زده‌کړې په خصوصي مرکزونو کې وکړي.»

دغه راز، یو شمېر هغه ځوانان چې تحصیل یې نیمګړی پاتې دی، شکایت کوي او وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی کرم‌خان سمسور وايي: «موږ غریب خلک یو، پخوا به کاري فرصتونه ډېر وو، نو ځکه به ډېرو ځوانانو په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې، اوس کار نشته، نه شي کولی د یوه سمسټر لس زره یا ۱۵ زره افغانۍ فیس ورکړي.»

د محیب‌الله انس په نوم یو بل ځوان وايي: «ما پوهنتون شروع کړی و، خو بیا مې وس نه و، پرې مې ښود؛ ځکه کورنۍ مې زما د پوهنتون فیس په ورکولو کې ناتوانه وه.»

ورته مهال، د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وایي، هڅه کوي ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او زیاتوي چې اسلامي امارت د ځوانانو اقتصادي پیاوړتیا ته ژمن دی.

هغه د پوهنتونونو د اوسني وضعیت، د محصلینو د کمښت او د پوهنتونونو مسوولینو د غوښتنو په تړاو څه ونه ویل خو په خبره یې: «اسلامي امارت په همدې هڅه کې دی چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، دا اوس په هلمند کې د یو شمېر پروژو چارې پيلېږي چې ډېر شمېر ځوانانو ته به په‌کې د کار فرصت برابر شي.»

ریاض دغه راز وویل، د هغو ځوانانو لپاره هم یو منظم پلان لري چې له مخې به یې له لوړو زده‌‌کړو فارغ شوي ځوانان د هلمند په بېلابېلو دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي.

د یادونې ده، هلمند کې شاوخوا اووه د لوړو زده‌کړو موسسې او پوهنتونونه فعالیت لري او دا مهال په‌کې سلګونه کسان زده‌کړې په کې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.