جلالاباد (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۵۰ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.
مسوولين وايي، قاچاقکوونکو غوښتل چې له غرنيزو سيمو په ګټې اخيستو دغه نشهيي توکي له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د زمري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، سرحدي ځواکونو تېره شپه ناوخته د ننګرهار د سپينغر ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې نشهيي توکي نيولي دي.
هغه زياته کړه، قاچاقکوونکو چې ۵۰ کيلو خام چرس ورسره وو او غوښتل یې له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته يې یوسي، نیول شوي خو قاچاقبر تښتېدلي دي.
له دې مخکې هم د ننګرهار د شينوارو زون په دوربابا، اچین، سپينغر او ځينو نورو ولسواليو کې سرحدي ځواکونو د نشهيي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.