هرات (پژواک، ٣١ زمری ١٤٠٣): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هرات ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه ولایت په تورغونډۍ بندر کې له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژو په اړه خبرې وکړي.
د هرات سیمهییزه اداره سرچینې وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ له کابله هرات ته روان شو او ټاکل شوې چې له خپل ترکمنستاني سیال سره لیدنه وکړي.
بلخوا، باختر اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ترکمنستاني سیال سره په دې لیدنه کې د ټاپي، تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژو په اړه خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP