ژبه

د هندي سوداګرو او پانګه‌والو یو پلاوی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

احمد صهیب حسرت

۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۰

Views: ۳

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د هند د پي‌اېچ‌ډي سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې د هندي سوداګرو او پانګه‌والو یو شل‌کسیز پلاوی به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او هلته به له نږدې د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «پي‌اېچ‌ډي سوداګرۍ او صنایعو خونې» له رییس او غړو سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي چې یاده ناسته د «افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې د هند په نوي ډيلي ښار کې ترسره شوه او په غونډه کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او له شته فرصتونو د اغېزناکې ګټې‌اخیستنې په اړه خبرې وشوې.

سیدکریم هاشمي ویلي چې افغانستان او هند اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکې لري او دا اړیکې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې سوداګري یوازې د توکو د اخیستلو او پلورلو معنا نه لري؛ بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې، د خلکو د سوکالۍ او د ملتونو د نږدېوالي وسیله ده.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان یوازې د مصرف بازار نه دی، بلکې د زراعت، معادن، غالیو، لاسي صنایعو، وچې مېوې، زعفران، قیمتي ډبرو، مرمر او نورو ارزښتناکو تولیداتو برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او همدارنګه هند د صنعت، ټکنالوجۍ، درملو، ماشین‌الاتو او صنعتي تولیداتو برخو کې لوی بازار او ظرفیت لري چې د دواړو هېوادونو همکارۍ کولای شي متوازنه او ګټوره وي.

د ده په خبره چې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید یوازې د صادراتو او وارداتو تر کچې محدودې نه وي، بلکې باید د ګډو پانګونو، ګډو شرکتونو، ټکنالوجۍ لېږد، د بشري ځواک روزنې او صنعتي همکاریو پر لور پراخې شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې هاشمي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې د دغه هېواد له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو سره بلد شي.

سرچینه زیاتوي، په هند کې د افغانستان سفیر مفتي نوراحمد نور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او ویې ویل چې سفارت تل د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره چمتو دی.

خبرپاڼه له مخې، وروسته د پي‌اېچ‌ډي سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سنتوش جوشي د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل چې دغه خونه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه درمل جوړولو، لوجستیک، کارګو، صنعتي تولیداتو او پانګونې برخو کې همکارۍ ته چمتو ده.

هغه ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د هندي سوداګرو او پانګه‌والو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې به د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لیکلي چې په پای کې دواړو لورو د ګډو ناستو د دوام، د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ.